د جي شل هېوادونو مشرانو د وروستۍ اعلامیې په چمتوکولو کې پرمختګ کړی

د جې شلو صنعتي هېوادونو مشرانو د غونډې د وروستۍ اعلامیې په چمتو کولو کې پرمختګ کړی دی، خو د اقلیم د بدلون په اړه د خبرو اترو په دوهمه ورځ هم اختلاف پاتې دی.

سرمشریزه په داسې حال کې د دویمې ورځې غونډه کوي چې تېره شپه بیا هم هامبورګ ښار ګلوبلایزیشن پر ضد د اعتراض کونکو د بلواګانو شاهد و.

شل صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د یو شمېر اروپايي او اسیايي هېوادو د مشرانو سربیره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ شامل دي.

د دې سرمشریزې کوربنه د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وايي، مزاکره کونکو ته لا هم ډېر کار پاتې دی څو نن د مشرانو د دې غونډې په پای کې خپریدونکي اعلامیه چمتو کړي.

مېرکل په هامبورګ کې راټولو شویو مشرانو ته ویلي، دوی باید جوړجاړي ته چمتو و اوسي.

د اروپايي ټولنې یو چارواکي چې له روانو خبرو اترو سره نېږدې دی، ازادي راډیو ته یې ویلي، د ګډې اعلامیې په مسوده کې د ازادې سوداګرۍ او د کورنیو تولیداتو د داسې ملاتړ پر ضد د مبارزې چې د بهرنیو بشپړه مخه ونیسي په اړه په کارول شوې ژبه کې پرمختګ شوی دی.

خو دې چارواکي زیاته کړې چې ګډه اعلامیه کې د اقلیم د بدلون په اړه لا هم اختلافات پاتې دي.

د جي شل هېوادونو کې اروپايي ټولنه، د امریکا متحده ایالات، بریتانیه، ایټالیا، جاپان، عربستان، اسټرالیا، برازیل، کاناډا، جنوبي کوریا، مکسیکو، فرانسه، جرمني، چین، روسیه، اندونزیا، ترکیه، ارجنټاین او جنوبي افریقا شامله ده.

یوه جرمني چارواکي ازادي راډیو ته ویلي چې د شنبې په ورځ د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل، د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د سبا ناري په غونډه کې پر دې سلا شول چې په اوکراین کې دې د مینسک د اوربند تړون عملي شي.

د هامبورګ د غونډې لومړۍ ورځ د سل زرو په شا او خوا کې د ګلوبلایزیشن ضد اعتراض کوونکو د اعتراضونو او د دوی په منځ کې د وړو افرطي ډلو له خوا د هامبورګ په کوڅو کې د بلواګانو او اور لګونې تر سیوري لاندې راغله.

هامبورک کې مظاهرې.

کله چې پرون د امریکا او روسیې ولسمشرانو ټرمپ او پوتین خپلو کې د دې سرمشریزې تر څنګ خبرې کولې نو د هامبورګ ښار د پاسه د اعتراض کونکو له خوا د سوځېدولو موټرو او سوځېدولو موانعو دودونه خپاره و.

د پرون ورځې له بلواګانو، اور اچونې او لوټونې وروسته په درنو وسلو سنبال کمانډو پولیس په زغروالو موټرو کې د هامبورګ په کوڅو کې اوښکې بهونکی ګاز، اوبه شیندونکې او د اعتراضونو د خورولو نورو وسایل وکارول او د ښار مرکزي سیمې یې له بلواګانو پاکې کړې.

چارواکي وايي د وروستیو ورځو په اعتراضونو کې تر ۲۰۰ زیات پولیس او لسګونه اعتراض کوونکي ټپیان شوي.

همدارنګه پولیسو تر ۲۰۰ معترضین هم نیولي.

انګلامېرکل

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، دا اعتراضونه د منلو نه دي:

"زه د سوله ییزو مظاهره په اړه ډير ښه درک لرم، خو له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې انساني ژوند خطر سره مخ کوي، اعتراض کوونکي خپل ځان خطر سره مخ کوي، پولیسو او امنیتي ځواکونو ته خطر پېښوي، او عامو وګړو ته خطر پېښوي چې دا د منلو نه دي، موږ ټول دا مهال د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو، دا ډېر سخت ماموریت دی او زه ددوی منندوی یم."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا د شنبې په ورځ د سرمشریزې د دوهمې ورځې په پیل کې د جرمني صدراعظمې مشرتابه وستایه چې دده په وینا د دې سرمشریزې په جوړولو کې یې بې سارې کار او زیار ایستلی.