کندزیان: خان‌اباد کې خپلسرو وسله‌والو پوزې ته راوستي یوو

د کندز ولایت د خان‎اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د غیر مسؤلو وسله‎والو تر منځ په خپل‎منځې جګړه کې ۱۷ تنو ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خان‎اباد ولسوالۍ خلک وايي چې د خپلسرو وسله‎والو له خپلسریو او بېځایه ځورونو څخه پوزې ته راغلي یوو.

د خان‎اباد ولسوالي د کندز ښار ختیځ لورې ته په ۲۰ کېلومټرۍ کې موقعیت لري او د دې ولسوالۍ ډېر خلک پر زراعت او مالدارۍ بوخت دي.

د خان‎اباد ولسوالۍ خلک شکایت کوي چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ په ښار کې د دوو ډلو خپلسرو وسله‎والو تر منځ جګړه کې ۲ دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ملکیان ټپیان شوي چې په دې شمېر کې ښځې، کوچنیان او ځوانان شامل دي.

د دغې ولسوالۍ خلک وايي چې دوی په وار وار مرکزي حکومت ته خپلې ستونزې رسولي، څو په خان‎اباد کې غیر مسؤل وسله‌وال خالي سلاح کړي، خو تر اوسه پورې د دغو خپلسرو وسله‎والو د مخنیوي په برخه کې کوم عملي اقدام نه‎دی شوی.

د خان‎اباد ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم الله نور دی، خلک د دغو غیرمسؤل وسله‎والو له ظلم او بې بندو باریو په تنګ شوي، هره ورځ د دوی تر منځ جګړه وي، تېره ورځ هم د خپلسرو وسله‎والو تر منځ جګړه وشوه چې له کبله یې یو توغندی په بازار کې ولېګد او ډېر کسان په‎کې ټپیان شول، دولت باید د دغو غیر مسؤله وسله‎والو مخه ونیسي."

"غلام حضرت یم، زه د دغې جګړې متضرر یم، تر اوسه پورې مو په دې جګړه کې دوه نفره مړه دي،۱۵ نفر ټپیان شوي هم دي، ټول خلک او کورنه د تهدید لاندې دي، خو د حکومت له دننه د دغو ټوپکیان ملاټر کېږي او دغه ټوپکیان په سیمه کې پر خلکو هر ډول ظلم او زیاتی کوي، موږ له مرکزي حکومت څخه غواړو چې دغه خپلسرې وسله‎والې ډلې ژر تر ژره خالي سلاح کړي."

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ یو بل تن اوسېدونکی بیا وايي چې ډېری خلک د غیرمسؤله وسله‎والو د ظلم او بې‌ځایه ځورونې له کبله دې ته اړ شول، څو د دغو خپلسرو وسله‎والو د ظلم څخه د خلاصون په خاطر په خپلو سیمو کې له وسله‎والو مخالفینو څخه ملاټر اعلان کړي.

ده زیاته کړه:

"دغه پخواني ټوپکیان، قاتلان او جنایتکاران یو ځل بیا مسلح شوي او په سیمه کې خلک په بېلابېلو پلمو ځوروي، همدارنګه په خپل‎منځ کې جنګېږي، خو د دوی د جګړو ډېر زیان ملکي خلکو ته رسېږي."

بل‎خوا د خان‎اباد ولسوال حیات‎الله امیري هم د خلکو دغه څرګندونې مني او وايي، دوی د دغو خپلسرو وسله‎والو د خالي سلاح کولو په اړه د مرکزي حکومت له جګ پوړو چارواکو سره، همدارنګه د کندز له سیمه‎ییزې ادارې سره خبرې کړې دي.

ښاغلي امیري وویل:

"موږ له ولایت سره دغه موضوع شریکه کړې، همدارنګه له وکیلانو سره مو هم شریکه کړې، څو د خان‎اباد مظلوم ولس غږ لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي چې په دې اړه یو منظم پلان ونیسې، دغه کوم مسلح کسان چې په واقعیت له دولت سره همکاره دي، هغوې باید د قانون په چوکاټ کې ځای پر ځای شي او هغه مسلح کسان چې خلکو ته او دولت ته ستونزې جوړوي، باید مرکزي دولت ورته یو پلان ونیسې او خلک د دغو ټوپکیانو له شره خلاص کړي."

ښاغلي امیري پر مرکزي حکومت غږ کوي چې دغې ولسوالۍ ته جدې پاملرنه وکړي او ځانګړي ځواکونه راولېږي، څو په خان‎اباد کې ټول خپلسري وسله‎وال خالي سلاح کړي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال د ملي یوالي حکومت مشرانو د کندز خلکو سره ژمنې کړې وې چې د بریا په صورت کې به دوی په لومړي قدم کې د دې ولایت په کچه غیر مسؤل وسله‎وال خالي سلاح کړي، خو تر اوسه پورې د ملي یوالي حکومت مشرانو په دې اړه کوم جدې غبرګون نه‎دی ښودلی.

راپور: اجمل ارین