مسعود: قومي او ژبني اختلافات افغانستان له سقوط سره مخ کولای شي

د ملي اجنډا او د احمد شاه مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود د حرکت اسلامي ګوند د مشر سید حسین انوري په لومړي تلین یاد غونډه کې په افغانستان کې د قومي او ژبني اختلاف د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړ.

هغه وویل، د دغه ډول اختلافاتو دوام افغانستان له سقوط سره مخ کولای شي.

د ملي اجنډا او د احمد شاه مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"په دې وروستیو د اختلاف مسئله بیخې ډېره شوې، متأسفانه قومي، مذهبي او ژبینو مسایلو ته لمن وهل کېږي او دا کار هغه کسان کوي چې نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي او دا هرڅه ډېر خطرناک دي حتی افغانستان د سقوط خواته وړی شي."

ښاغلي مسعود په ځانګړي ډول ونه ویل چې دې اختلافاتو ته څوک لمن وهي.

په افغانستان کې قومي او ژبنیو اختلافاتو ته لمن وهل د اندیښنې وړ مسئله ده چې د کارپوهانو په باور د افغانستان لپاره ګټوره نه ده.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغانستان قومونه په خپلو منځو کې هېڅ ډول اختلاف نه لري.

له ډلې يې غفور احمد جاوید د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یو شمېر سیاسي څېرې د ځان د مشهورتیا لپاره قومي، ژبنیو او مذهبي مسایلو ته لمن وهي.

دی وايي:

"زما په نظر د افغانستان قومونه په خپل منځ کې هېڅ ډول اختلاف نه لري، یوازې څو سیاسي ټیکه داران غواړي چې د قوم، ژبې او مذهب په نوم سیاسي تجارت وکړي، په تېرو شپاړلسو کلونو کې دوی په همدې شکل امکانات پیدا کړل او دغه ډول خلک د خپلو قومونو په منځ کې هېڅ ډول محبوبیت نه لري."

د سید حسین انوري په لومړي تلین یاد غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي هم په کې ګډون درلود.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد چې د جمعیت اسلامي د سیاسي کمېټې د مشرۍ دنده هم پر غاړه لري د افغانانو په یووالي ټینګار کوي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد

ښاغلی مراد ټینګار کوي چې د افغانستان ستونزې باید د دې هېواد په داخل کې حل کړای شي:

"موږ باید قومي او ژبني اختلافات یوې خوا ته وغورځوو او د یووالي لپاره کار وکړو، د دې کورنۍ او هېواد د بچیانو په توګه باید د خپل وطن له لویشت لویشت خاورې دفاع وکړو او هر یو خپل ورور او خپله خور وګڼو، باید هڅه وکړو چې د افغانستان ستونزې د هېواد په داخل کې حل کړو."

ښاغلي مراد د سید حسین کړي کارونو ته په اشارې سره وویل چې په افغانستان کې ډیموکراسي د هغه کسانو د قربانیو نتیجه ده چې د افغانانو د یوالي لپاره يې مبارزه کړې ده.

راپور: اکرام الله اکرام