پوتين په جي شل سرمشريزه کې د ګډون لپاره جرمني ته رسېدلی دی

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين په جي شل سرمشريزه کې د ګډون لپاره د جرمني هامبورګ ښار ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې دی له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره د لومړي ځل لپاره وويني.

دوی به د روسیې او امریکا پر خپلمنځي اړیکو خبرې وکړي.

ټرمپ پرون هامبورګ ته ورسېد. دا سرمشريزه امریکا ته د اقليمي بدلون او سوداګرۍ د موافقو په اړه مهمه ده.

ويل کېږي ټرمپ له پوتین سره د غونډې پر مهال پر يو شمېر موضوعاتو د ګډ دریځ په لټه کې دی چې په کې د سوريې جګړه، د اوکراین نا حل شوی بحران، سايبري جګړه، د شمالي کوریا بالسټیک توغنديو پروګرام او د ترورېزم پر ضد جګړه شامل دي.

ټرمپ بيا بیا له کریملېن سره د نويو او سمو روابطو خبره کړې ده خو د ده هڅې د امريکا په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د احتمالي لاسوهنې او د ټرمپ د کمپاينرانو او روسي چارواکو تر منځ د تماسونو په اړه د کانګریس د پلټنو او د ايف بي ای د جرمي تحقيقاتو تر سیوري لاندې راغلي دي.