د کندز- علی اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

په شمال ختيځ زون کې د پولسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي د کندز- علی اباد د لویي لارې د خلاصېدو خبر ورکوي.

په شمال ختيځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون عمومي قوماندان مل پاسوال خلیل الله ضیائي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه لویه لاره د دوه ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.

ښاغلي ضیائي زیاته کړه چې تېره شپه افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصېدو په هدف پراخ تصفیوي عملیات پیل کړل چې په پايله کې وتوانېدل د کندز- علي اباد د لويې لارې په اوږدو کې د سړک دواړو خواوو ته کلي له طالبانو تصفیه او دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې اوس مهال د دغې لارې په اوږدو کې هېڅ امنیتي ګواښ نشته او خلک کولای شي پر دې لاره تګ را تګ وکړي.

خو هغه په دې عملیاتو کې د افغان ځواکونو او د وسله والو مخالفانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

په دې اړه وسله والو مخالفینو تر اوسه څه نه دي ویلي.

بلخوا ځايي چارواکي د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د شپږو ملکي وکړو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د خان اباد ولسوال حيات الله اميري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وويل، نن سهار په خان اباد ښار کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ په نښته کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي او د یادو ډلو تر منځ جګړه اوس هم روانه ده.

د حيات الله امیري په وينا، د دغو خپلسرو ډلو تر منځ جګړې ته د پای ټکی ايښودلو په مقصد هلې ځلې پيل شوي دي.

د خان اباد د اوسېدونکو په وينا، شا او خوا درې زره غير مسئول وسله وال کسان په دې ولسوالي کې شته او ځينې وختونه د دوی تر منځ نښتې کېږي چې ملکيان په کې زیانمنېږي.