د جرمني په هامبورګ کې لسګونه مظاهره چیان او پولیس ټپیان شول

د جرمني په هامبورګ ښار کې د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کې لسګونه مظاهره چیان او پولیس هغه مهال ټپیان شول چې دغلته د زرګونو کسانو یو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت.

پولیسود "کاپیټالیزم ضد" مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوبو شیندونکو او اوښکې بهونګي ګاز څخه کار واخيست.

ویل کيږي چې تير ماښام د ۷۵ په شا او خوا کې پولیس ټپیان او روغتون ته انتقال شوي.

مظاهره کوونکي پر پولیسو د بوتلونو او نورو ماتو ګوډو ګوزارونه وکړل شیشې یې ماتې کړې او موټرو ته یې اور واچوو. ویل کيږي چې یو زیات شمير مظاهره چیان هم په دې اخ ډب کې ټپیان شوې دي.

پرون د دیارلس زرو په شا او خوا کې اعتراض کوونکي لارو کوڅو ته راوتلي وو په دوی کې زر تنه مخ پټي "انارشیستان" هم شامل وو.

پولیس د شنبې او یکشنبې په ورځو د سل زرو په شا او خوا کې د اعتراض کونکو د راټولیدو اټکل کوي. جرمني ددې مظاهرو د کنټرول لپاره شل زره پولیس ګمارلي دي.

په عین حال کې د جرمني صدراعظمه انګیلا مېرکل هڅه کوي چې د نړۍ د شل صنعتي هېوادونو په دې غونډه کې له ترهګرۍ نیولې، تر سوداګرۍ، د اقلیم تر بدلون او کډوالۍ پورې د بېلابېلو مسئلو په اړه پرې یوې اعلامیې توافق وشي.

د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د میرکل تر لیدنې وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اقلیم د بدلون او سوداګرۍ په اړه ”څرګند اختلاف “ لا هم دوام لري چې دا دوه متحدان یې سره بېل کړي خو پر دې سربیره دواړو خواوو ډیر مشترکات هم وموندل.

سپینې ماڼۍ ویل ولسمشر ټرمپ به نن ماسپښین د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره وګوري.