ګُرباچوف: امریکا او روسیه دې خپل اعتماد بیا راژوندی کړي

د پخواني شوروي اتحاد رهبر میخاییل ګُرباچوف د متحدو ایالاتو او روسیې پر ولسمشرانو غږ کړی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ اعتماد بیا راژوندی کړي.

په پام کې ده چې ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین نن د جرمني په هامبورګ ښار کې د شلو پیاوړو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په حاشیه کې سره وګوري.

ګورباچوف ویلي چې د دواړو مشرانو کتنه باید په ۱۹۸۶ کال د ایسلنډ په پلازمېنه ریکیاویک Reykjavikکې د ده او د ولسمشر رونالډریګن کتنې ته ورته وي.

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر د روسیې ریانووستي خبري آژانس ته ویلي، ښه شو چې دواړه مشران بالاخره سره ګوري خو دی زیاتوي چې ډیروخت له لاسه تللی چې دوی یې باید جبران کړي.

ګرباچوف زیاتوي چې باید د خبرواترو پر میز هرڅه تیار وي او د ټولو ستونزو د حل لپاره باید یو میکانیزم رامینځ ته شي.