ټرمپ په هامبورګ ښار کې له انګیلامېرکل سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرماښام په هامبورګ ښار کې د جرمني له صدراعظمې انګیلامېرکل سره وکتل.

دا کتنه د نړۍ د شلو پیاوړو صنعتي هېوادونو یا جي شل له سرمشریزې یوه ورځ مخکې وشوه.

د جرمني حکومت په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له مېرمن مېرکل سره په کتنه کې د سوریې د کړکېچ، د اوکراین د وضعیت او د شمالي کوریا پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

د بندو دروازو شاته په دې کتنه کې د متحدو ایالاتو او جرمني د بهرنیو چارو وزیران هم حاضر وو.

د دې کتنې پر مهال په هامبورګ کې د دې غونډې پرضد د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې وشوې.

پولیسو د کاپیتالیزم ضد شاوخوا زرو کسانو په وړاندې چې نقابونه یې درلودل له اوبو شیندونکو ماشینونو او اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخېست.

تمه ده چې د دې دوه ورځنۍ سرمشریزې پرضد په اعتراضونو کې به نن او سبا شاوخوا سل زره کسان برخه واخلي.