د دمبورې دوه ورځنی فسټیوال نن جمعه په بامیان کې پیلېږي

د دمبورې دوه ورځنی فسټیوال نن په بامیان ولایت کې پیلېږي. دې فسټیوال ته له درېیو ورځو را په دې خوا د افغان سندرغاړي استاد وحید قاسمي په مشرۍ تیارۍ پرون بشپړې شوې.

د دمبورې د موسیقۍ په فسټیوال کې به چې نن پیلېږي او دوه ورځې دوام کوي د صفدر توکلي په ګډون د هزاره مېشتو مرکزي سیمو د هنرمندانو ستاینه وشي.

ویل شوي چې د بامیان د عالمانو د شورا ځینو غړو د دې فسټیوال له جوړېدو سره مخالفت کړی و، خو د دې فسټیوال یوه تنظیموونکي جواد صادع ازادي راډیو ته وویل چې دوی به خپل کار ته دوام ورکړي:

"دمبوره د هزاره ګانو د فرهنګ او تاریخ یوه برخه ده. که موږ د عالمانو د شورا فتوا ته غوږ ونیسو او دا فسټیوال جوړ نه‎کړو نو دا به په دې معنی وي چې خپل تاریخ او فرهنګ هیروو خو موږ به دې کار ته اجازه ورنه‎کړو. "

د فسټیوال تنظیموونکي وايي، د هېواد یو شمېر مشهور هنرمندان د دمبورې په جشن کې د ګډون لپاره بامیان ولایت ته تللي او تمه ده چې د پنځو او لسو زرو ترمنځ مینه وال په دې مراسمو کې ګډون وکړي.