غني: کاسا ۱۰۰۰ پروژه دې له نظري حالته عملي حالت ته وایستل شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پرغړو هېوادونو غږ وکړ چې دا پروژه، له نظري حالته وباسي او عملي یې کړي.

دا د تاجکستان او افغانستان له لارې، پاکستان ته د قرغزستان د برېښنا د رسولو پروژه ده.

به د قرغزستان ۳۰۰مېګاواټه برق افغانستان ته او ۱۰۰۰مېګا واټه برق پاکستان ته ورسېږي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني نن د تاجکستان په پلازمېنه، دوشنبې ښار کې د تاجکستان له ولسمشر، د پاکستان له صدراعظم او قرغزستان له صدراعظم سره په خبرو کې، کاسا ۱۰۰۰د جنوبي اسیا اقتصادي ودې ته مهمه پروژه بللې ده.