حکمتیار: که د «افغانستان نجات» په نوم ائتلاف د هېواد په ګټه وي ملاتړ یې کوم

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن وویل، که د افغانستان د نجات په نوم تازه جوړ شوی ائتلاف د افغانستان د ګټې او یووالي لپاره وي، ملاتړ يې کوي.

حکمتیار نن د هغه ائتلاف په اړه چې دافغانستان د ژغورنې په نوم جوړ شوی، وویل:

"نه یوازي مخالفت یې نه کوم، که هغه یوه مثبته تګ لاره غوره کړي، نیک اهداف ولري، د هېواد او ملت د یووالي لپاره کار وکړي، له دې بحرانه د هېواد د ایستلو لپاره کار وکړي، موږ یې تقدیر اوتمجید کوو".

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائيه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د بلخ والي عطا محمد نور څو ورځې مخکې، له انقرې د افغانستان د ژغورنې په نوم نوی ائتلاف اعلان کړ.