په ننګرهار کې د داعش او لشکر اسلام ډلو وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په هسکه مېنه او نازیانو ولسوالیو کې د داعش او لشکر السلام ډلې وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په هسکه مېنه کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د داعش یو کورنی او درې بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د خوګياڼی په وینا، په نازیانو ولسوالۍ کې هم په هوايي حمله کې د لشکر السلام ډلې یو قوماندان شهنواز چې په سیمه کې د حنان په نوم پېژندل شوی و، وژل شوی دی.

لشکر السلام یا داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.