ځلاند: ورزشي ادارې دي معلوماتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي

د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مسؤلینو له ورزشي ادارو وغوښتل چې معلوماتو ته د لاس رسي قانون دي په بشپړ ډول عملي کړي.

د دغه فدراسیون مشر سایر ځلاند د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوس مهال یو شمېر خبریالان معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې لري چې دې موضع د دوی د کارونو په وړاندې ستونزي جوړې کړي.

ښاغلی ځلاند زیاتوي چې یاد فدراسیون د ورزشي خبریالانو لپاره یو دفتر هم پرانیست چې اوس دوی کولایې شي د ورزش په برخه کې، خپل څېړنیز راپورنه ښه او په اسانه جوړ کړي.