د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې

د جوزجان د درازب ولسوالۍ چارواکي وايي، که حکومت هلته پوځي او هوايي عملیات ونه کړي، د داعش وسله وال به دا ولسوالۍ ونیسي.

د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تېره اوونۍ د حکومتي ځواکونو او د داعش د وسله والو ترمنځ د درزاب ولسوالۍ پرمرکز څلور ورځې جنګ وشو.

خو د هغه په وینا، اوس وضعیت کرار دی او که چېرې حکومتي ځواکونه هراړخیز عملیات ونه کړي، دا ولسوالي سقوط کولائ شي.

بازمحمد داوري وویل:

"دقیقاً، که چېرې دلته ډېر ژر، پراخ او هر اړخیز عملیات ونه شي، د ولسوالۍ د سقوط ، د جګړې او انساني ناورین د پېښېدو امکان دی."

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تېره اوونۍ، په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش د وسله والو لږترلږه لس مشران د امریکا په مشرۍ د ائتلافي قواوو په هوايي عملیاتوکې ووژل شوو.