پر قطر د څلورو عربي هېوادونه غُصه

څلور عربي هېوادونه پر قطر په غُصه شوي چې ولې یې د دوی د ۱۳ غوښتنو یوه فهرست ته منفي ځواب ورکړی دی.

خو سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر پر دې هېواد چې ټولې اړیکې یې ورسره شلولي سمدستي نور بندیزونه نه‎دي لګولي.

د دغو څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته هغه اعلامیه چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمیع شکري لوسته ویې‌ویل چې د قطر ځواب جدي نه‎دی او مهم څه په‎کې نه‌شته چې هغه د دې هېواد له غوره کړي سیاست څخه پر په شاتګ دلالت وکړي.

دغو هېوادونو د نورو مواردو تر څنګ قطر د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی دی.