اروپايي ټولنې د ملي شورا پر غړو د فساد د تورنو د څېړلو غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ملي شورا پر غړیو د فساد د تورونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر پر خپله فیسبوک پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې هیئت له افغان حکومت څخه غواړي چې د ولسي جرګې پر غړیو د فساد د تورونو په اړه دې فوري څېړنې وکړي او نتایج دې له خلکو سره شریک کړي.

د اروپايي ټولنې دفتر همدارنګه د خلکو له خوا د فساد پر ضد د اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی او له حکومت څخه یې غوښتي چې د هغو کسانو د خوندیتوب لپاره دې اقدامات وکړي چې د اداري فساد پر ضد خبرې کوي.