د متشبیثو افغان ښځو شورا د سارک سوداګرۍخونې غړیتوب تر لاسه کړ

د متشبیثو افغانو ښځو شورا د سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې خپل غړیتوب تر لاسه کړ.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرې منیژې وافق نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه غړیتوب به د افغان ښځو د کاروبار د پراختیا لامل شي.

نوموړې وايي چې له دې وروسته افغان سوداګرې ښځې کولای شي چې په نړیوالو نندارتونونو، سوداګریزو کنفرانسونو او د سیمې په کچه په غونډو کې ګډون وکړي.

سارک یا د جنوبي آسیا د همکاریو سازمان چې مرکز یې په بنګله‌دېش کې دی، د جنوبي آسیا ۷ هېوادونه افغانستان، هندوستان، بنگله‌دېش، پاکستان، بوتان، نیپال، سریلانکا او مالدیف یې غړیتوب لري.