افغان حکومت: د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرکندونې بې‌ځایه دي

افغان چارواکو د ایران د ولسمشر حسن روحاني هغه وروستۍ څرګندونې بې‎ځایه بللي چې په افغانستان کې یې د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه کړې دي.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت حق لري چې د اوبو نړیوالو قوانینو له‎مخې له خپلو اوبو د ولس په ګټه استفاده وکړي.

د ایران ولسمشر د سې شنبې په ورځ تهران کې یوه نړیوال کنفرانس ته ویلي چې په افغانستان کې د کمال خان، کجکي او سلما بندونو پر وړاندې بې‎تفاوته نه‎شي پاتې کېدای.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، ایران په هغو ولایتونو کې چې دا بندونه په‌کې دي د طالبانو په‌شمول د وسله‎والو ډلو ملاتړ د همدې هدف لپاره کوي، څو د اوبو د بندونو د رغولو او ودانولو چارې ټکنۍ کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په سلو کې ۸۰ برخه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، افغان چارواکي وايي، هڅه کوي خپلې اوبه مهار کړي.