صدیقي: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دا مسئله‌یې د جدي اندېښنې وړ بللې ده.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ویاند بلال صدیقي نن ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ۱۳۹۶ لمریز کال په لومړیو درې میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي ۹۵۲ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه دا موارد په سلو کې څه باندې اته زیات شوي دي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون‌یې اندېښمن کړی دی."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ښځو پر وړاندې له روان زور زیاتي په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې همدا دوه ورځې مخکې د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلنه مېرمن د خپل خاوند له‎خوا زندۍ او وژل شوې ده.

د بادغیس د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا یوازې په یوه اوونۍ کې په بادغیس کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي څلورمه پېښه ده چې ثبتېږي.