ولې نارینه ماشوم ته د نجلۍ په پرتله ډېر ارزښت ورکول کېږي؟

ځینې افغانې کورنۍ د لور په زېږېدو له مور سره تاوتریخوالی کوي چې ولې یې لور زېږولې ده.

د انساني تاریخ ګڼې پاڼې له ښځو سره د مختلفو ظلمونو په تور تورې شوي دي چې په هغو کې یوه هم د جنسیت موضوع ده.

موږ لولو چې په اکثرو ټولنو کې نارینه ماشوم ته د نجلۍ په پرتله ډېر ارزښت ورکړل شوی دی، خلکو تل هلک ته په ښه نظر او نجلۍ ته د ضعیف او کمزوري موجود په سترګه کتلي او ترخپله وسه یې ظلم او زور زیاتی ورسره کړی.

د نجونو ژوندي ښخول د عربو د جهالت په زمانې کې رواج و،دوی ته د لور پیدا کېدل شرم او ننګ ښکارېده او د دې شرم د پټولو لپاره یې په خپلو معصومو لورګانو خاورې اړولې.

ګڼ افغانان هم چې کله یې زوی پیدا شي ډېره خوشحالي کوي،خو د لور په زېږېدو غم او خپګان ښکاره کوي، په اکثرو افغان کورنیو کې د لور پیدا کېدل په وې پیلېږي،ان په ځینو مواردو کې کوچنۍ ماشومې ته د شومې، بد قدمې، سپیرې او بدبختې نومونه اخلي او شیدې نه ورکوي، له مور سره په دې خاطر چې لور یې زېږولې د مرګ ترحده تاوتریخوالی کېږي، سم خواړه نه ورکوي او بد و رد ورته وایي.

ځینو کورنیو کې هغه وخت چې ماشوم د مور په ګېډه وي،مور تهدیدېږي چې که دې لور پیدا شوه بیا به درته ښه نه شي یا ورته وایي که دا ځل دې لور پیدا شوه نوره به کورته نه راځې.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ