چارواکي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې کندز کې ۹ مخالف وسله‌وال وژل شوي

د کندز امنيتي چارواکي وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان قواوو په پوځي عملياتو کې د دولت ٩ مخالف وسله‎وال وژل شوي دي.

د پامير د ۲۰مې فرقې وياند غلام حضرت کريمي نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې چې د کندز د مرکز په مربوطاتو او چهار درې ولسوالۍ کې شوي، ٩ دولت ضد وسله‎وال وژل شوي او ١٧ نور ټپيان شوي دي.

ويل شوي چې په دغو عملياتو کې د افغانستان هوايي ځواک هم برخه اخیستې ده.

په دغو عملياتو کې د دوو افغان سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.