روسیه چین ته د نوې نل لیکې له لارې د طبیعي ګازو لېږد پیلوي

روسيه به د ٢٠١٩ میلادي کال تر پايه د يوې نوې نل‎ليکې له طريقه چين ته د طبيعي ګازو لېږد پيل کړي.

د روسيې دولتي شرکت ګازپروم پرون سې شنبه وويل، دا د انرژۍ په برخه کې د ٤٠٠ میليارده ډالرو په ارزښت د دواړو هېوادونو تر منځ د شوې موافقې يوه برخه ده.

د ګازپروم اجرائيه مدير الکسي مېلر په مسکو کې خبريالانو ته وويل، د پايپ لاين له لارې د ګازو لېږد به د ٢٠١٩ میلادي کال د ډسمبر پر ٢مه پيل شي.

روسيې د ٢٠١٤ میلادي کال په مې مياشت کې د ٣٠ کلونو لپاره چين ته د ګازو د انتقال يوه موافقه لاسليک کړه.