ټاکل شوې، راتلونکې جمعه ټرمپ پوتین سره په جرمني کې وګوری

ټاکل شوې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د راتلونکې جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

دا لیدنه به په جرمني کې د نړۍ د۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا «جي-۲۰» د مشرانو د هغې غونډې په څنډه کې وشي چې د جرمني په هامبورګ ښار کې جوړېږي.

دا به د ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د پیلېدو راهېسې د دواړو مشرانو تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وي.

د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف وايي، دا لیدنه د یوې بشپړې لیدنې په توګه پلان شوې چې په‌کې به پر دوه اړخیزو مسئلو بحث وشي.

د روېټرز او جرمني خبري اژانسونو د راپورونو له‎مخې سپينې‎ ماڼۍ هم تائید کړې چې دا دوه اړخیزه غونډه به د جولای په اوومه، ماسپښین مهال جوړه شي.

د امریکا او روسیې مشران په داسې حال کې خپلو کې سره ګوري چې د دې دواړو هېوادونو اړیکې، د روسیې له‎خوا د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې د لاندې کولو او یو لړ نورو نړیوالو مسئلو له کبله د سړې جګړې د پای‌ ته رسېدو راوروسته تر ټولو ترینګلي حالت کې دي.