مک‌کېن: افغانستان کې د بریا لپاره په چټکۍ تغییر ته اړتیا ده

د امريکا په دواړو ګوندونو پورې اړوندو سناتورانو پرون سې شنبه په کابل کې د خبرو پر مهال د افغانستان لپاره د واشنګټن د نوې ستراتېژۍ غوښتنه وکړه.

دوى د وسله‎والو طالبانو د تحرکاتو د ځپلو او د امريکا په تاريخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې د پاى ته رسېدو په خاطر د دې نوې ستراتېژۍ پر اړتيا ټينګار وکړ.

د امريکا په مشرانو جرګه کې د پوځي خدماتو د کمېټې رئيس جان مک‎کېن چې د دغه هيئت مشري کوي، د پاکستان تر دوه ورځني سفر وروسته پرون په کابل کې و.

جان مک‎کېن په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموريت په مقر کې يوه کنفرانس ته وويل:

"موږ يو هم نه‎شو ويلى چې په افغانستان کې د بريا خوا ته روان يوو، ځکه نو په دې برخه کې په چټکۍ تغيير ته اړتيا ده."

ده وويل، د ځمکې پر سر تر ټولو ځواکمن هېواد بايد د دې جګړې د ګټلو توان ولري.

خو جان مک‎کېن او نورو سناتورانو وويل، يوازې د پوځيانو د شمېر زياتول کافي نه‎دي.

ښاغلي مک‎کېن وويل:

"تر هغو چې وسله‎وال طالبان له ماتې سره مخامخ شوي نه‎وي، مذاکرو ته نه‌حاضرېږي، ځکه نو د جنګ په ډګر کې بايد پرمختګ وکړو او بريالي شو او وروسته د شخړې د حل لپاره جدي مذاکرو ته داخل شو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امريکا دفاع وزارت د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتېژۍ په ارزونې بوخت دى او دغه هېواد ته له ٣ زرو تر ٥ زرو د نورو امريکايي پوځيانو پر لېږلو هم غور روان دى.