امریکایي سناتورانو غني ته د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیاتو ډاډ ورکړ

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د سناتور جان مک‎کېن په مشرۍ امریکایي سناتورانو ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې د پاکستان لوی درستیز ورسره ژمنه کړې چې د ترهګرو پر وړاندې به ګډ عملیات کوي او هغه به متحده ایالات هم څاري.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې کتنه کې به د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ادارې پر ستراتیژۍ هم خبرې وشي او ولسمشر په دې ټینګار وکړ چې افغانستان به تل د امریکا پر مرستو متکي نه‎وي او د دواړو هېوادونو تر منځ ملګرتیا باید په ګډو ګټو او متقابل احترام ولاړه وي.

دغو سناتورانو په ارګ کې له افغان ولسمشر سره پر کتنې سربېره د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې هم ښاغلي عبدالله دغو سناتورانو ته په خبرو کې پر دې ټینګار کړی چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي چې د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.