په ارزګان کې۱۵وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره ځای شول

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې تېره ورځ۱۵وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د دغه ولایت والي محمد نذیر خروټي نن سې شنبه ازادي راډيوته وویل چې دغه وسله وال طالبان وروسته له هغه د سولې له پروسې سره یو ځای شولچې لومړی یې خپل مشر وژلی او وروسته د سولې له پروسې سره یو ځای شوي دي‎.

نوموړی وايي، یادو وسله والو طالبانو ځکه خپل مشر وژلی چې په سیمه کې نارواکړنې تر سره کولې.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.