خلوتګر: د سایبري حملو مرتکبیونو ته د جزا موارد واضح نه‎دي

د افغانستان د ازادو رسنیو مدافع ټولنې «نی» د افغانستان د جزا په قانون کې د سایبري جرمونو پر برخې اندېښنه څرګنده کړه.

د دغې ټولنې مشر مجیب خلوتګر نن سې شنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د قانون دغه برخه کې له اصطلاحاتو نیولې تر د سایبري حملو مرتکبینو ته د جزا په ورکولو کې ډېر موارد واضح نه‎دي او کېدای شي، هغه د مختلفو سلیقو له‎مخې تفسیر شي.

سایبري یا انټرنیټي حملې هغه حملې دې چې په دې وروستیو کې ترې ډېر کار اخیستل کېږي او د افغانستان حکومت هم هڅه کوي چې د مخنیوي لپاره یې د نورو هڅو تر څنګ په قانون کې عاملانو ته سزاوې واضح وي.