کلیمزی: په کونړ کې هوايي حملې۴ داعشیان وژلي

د کونړ چارواکي وایي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش څلور سخت دریځي وژل شوي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، په دغه حمله کې چې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په یوه غرنۍ سیمه وشوه، د داعش قوماندان حضرت ګل او د دې ډلې درې نور وسله وال پکې ووژل شول.

داعش چې فعالیت یې ډېر پر څنګلوري ولایت ننګرهار متمرکز دی په وروستیو کې یې لمنه کونړ ته هم غزولې ده.