مینه‌پال: امریکايي سناتوران نن له ولسمشر غني سره خبرې کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، امریکایي سناتوران په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې خبرې روانې دي او وروسته به په دې اړه چې په دې کتنه کې پر کومو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې رسنیو ته معلومات ورکړي.

د امریکایي سناتورانو د پلاوي مشري امریکایي مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور، د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې مشر جان مک‌کېن کوي.

دغه سناتوران وروسته تر دې چې په اسلام‌اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې تېر ماښام کابل ته ورسېدل.

ویل شوي چې دغه سناتوران به د ترورېزم پر ضد د جګړې، د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې او ځینو نورو مسایلو په اړه بحثونه وکړي.

د امریکايي سناتورانو پلاوی به همداراز نن د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د مأموریت له قوماندانانو سره هم وګوري.