ترکیې پر خپلې یوې باري بېړۍ د ډزو په خاطر یونان وغانده

ترکیې په ایجې سمندرګي کې پر خپلې یوې باري بېړۍ د ډزو په خاطر یونان وغانده.

د ترکي بېړۍ ماڼو وویل، د یونان ساحل ساتونکو پرون دوشنبه د یونان رودیس ټاپو ته نېږدې د ده پر بېړۍ هغه مهال ډزې وکړې چې له یونانیانو څخه‌یې په بندر کې د لنګر اچولو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل:

"پر بې‌وسلو تجارتي بېړۍ چې د ترکیې د دوو بندرونو تر منځ‌یې بار ووړ، ډزې هېڅ توجیه نه‌لري. زموږ لپاره د تسلۍ یوازنی شی دا دی چې په دې پېښه کې هېڅ‌څوک وژل شوی یا ټپي شوی نه‌دی."

د یونان ساحل ساتونکي وايي، یوه نامعلوم کس شکایت ورته وکړ چې د ترکیې په بېړۍ کې مخدره مواد بار دي او بېړۍ هم د یونان په اوبو کې ده.

دوی دغه‌راز ویلي چې د خبرداري لپاره‌یې ډزې وکړې، خو بېړۍ بیا هم خپل لوری بدل نه‌کړ.

ترکیه او یونان دواړه د ناټو غړي دي خو د ایجې سمندرګي د اوبو د حدودو په شمول د خاورې د مالکیت پر سر څو ځایه اختلاف لري.