کندز کې ناڅرګنده وسله‎والو یو پولیس وژلی او بل‌یې ټپي کړی

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین‎زر زون عمومي قوماندانۍ چارواکي د کندز په ښار کې د دوو تنو پولیسو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین‎زر زون عمومي قوماندانۍ ویاند محفوظ‎‎‎‌الله اکبري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې نن مازیګر د کندز په ښار کې د ناصر سیټي سنټر مخې ته ناڅرګنده وسله‌والو د درېیمې حوزې د پولیسو پر یوه ضابط وسله‎وال برید کړی چې په پایله کې یې ضابط ټپي شوی او یو ساتوونکی یې وژل شوی دی.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې برید کوونکي له سیمې تښتېدلي او د پولیسو دوه میله کلاشینکوفونه‌یې هم له ځانه سره وړي دي.

بل‎خوا د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي بیا وايي چې له یوې میاشتې را په دېخوا د دې ولایت په مرکز کې ۱۳ تنه د ناڅرګندو وسله‎والو له‎خوا په ډزو وژل شوي چې په دې شمېر کې ملکیان او نظامیان شامل دي.

ښاغلی ولي زیاتوي چې تر اوسه پورې د کندز امنیتي ارګانونو د دغو پېښو عاملان نه‌دي نیولي.