پېښور کې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون «PTV» پر ضد مظاهره وشوه

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې لسګونو لیکوالو، شاعرانو، مدني فعالانو او د ځینو سیاسي ګوندونو غړو د پاکستان د دولتي ټلوېزیون «PTV» پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

دغه مظاهره د پاکستان د دولتي ټلوېزیون د هغې مزاحیه مشاعرې پر ضد وشوه چې د راپورونو له‎مخې د کوچني اختر په دوهمه ورځ په‌کې یوه اردو ژبي شاعر جواد حسن د پښتنو په لهجه کې په خپلو ویل شویو شعرونو کې پښتانه قاچاقبران، بد بویه، بې‌تهذیبه او ترهګر بللي وو.

دغه مظاهره د دوشنبې په ورځ د پېښور پرېس‎کلب مخې ته وشوه چې پر پېښور سربېره په‎کې د خېبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو ګډون کوونکو په خپلو ویناوو کې د دولتي ټلوېزیون په پروګرام کې د پښتنو سپکاوی وغانده او د یاد ټلوېزیون له چارواکو یې وغوښتل چې له دا ډول خپرونو دې لاس واخلي.

لیکوال، شاعر او د اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې استاد اباسین یوسفزي مظاهرې ته د وینا پر مهال د پاکستان پر دولتي ټلوېزیون پښتنو ته د سپکاوي د غندلو تر څنګ د دغه ټلوېزیون له چارواکو وغوښتل چې د هغه پروګرام جوړوونکي دې ژر تر ژره له دندو ګوښه کړي چې د ده په خبره ټول پښتون قوم ته په‌کې سپکاوی شوی و.

نوموړي همدا شان ګواښ وکړ، که چېرې دغه غوښتنه‌یې ونه‌منل شوه، نو دوی به احتجاج ته دوام ورکړي او د اړتیا پر مهال به محکمې ته هم مخه کړي.

ښاغلي یوسفزي وویل:

"د پښتنو په سیمه چې د دهشت‎ګرۍ نه کوم تاوانونه شوي دي، په کار دا ده چې خلک موږ سره همدردي وکړي، خو الټه په موږ پورې پچموزې او ټوکې ټکالې کېږي، هغه هم د سرکاري ټلوېزیون نه کېږي، نو د دې موږ په سختو ټکو کې غندنه کوو، دغه مشاعره کې چې کوم خلک ناست وو، نو هغوی لاسونه پړقول او خوشحالېدل، موږ د هغې هم شدیده غندنه کوو، موږ غواړو چې په وطن کې ټول په شریکه واوسېږو، موږه ټول وروڼه یوو. نو دغه پروډیوسر او د دغه پروګرام نور جوړوونکي دې ژر تر ژره له نوکرۍ اخوا کړای شي، ګنې موږ به له دې وروسته عدالتونو ته ځو او احتجاج به جاري ساتو او ټول پښتانه به رالړزېږي."

د احتجاجي مظاهرې یو بل ګډونوال لیکوال او شاعر نورالامین یوسفزي هم مظاهرې ته د وینا پر مهال د دولتي ټلوېزیون دا پروګرم وغانده او له چارواکو یې وغوښتل چې پر ټلوېزیون دې د پښتون او همدا شان د نورو قومونو د سپکاوي مخنیوي وکړي.

نورالامین یوسفزي زیاته کړه:

"یو پلو په پاکستان کې د قومونو د یووالي خبره کېږي، بل پلو سرکاري مېډیا د یوه داسې قوم چې د دوی لپاره، له بده مرغه استعمال شو، هغه قوم چې هغه ډېر لوی تاریخ لري او هغه قوم چې مذهب‌یې دوی ته راوړی دی او انسانیت‌یې دوی ته ښودلی دی او هغه قوم سره دوی ټوکې کوي او پچموزې ورته کوي چې علامه اقبال رحمه‎الله‌یې په اړه وايي، «اسیا یک پیکر اب و ګل است-ملت افغان در ان پیکر دل است»، او هغه قوم چې د هغوی د اتلانو په نوم تاسو میزایل جوړوئ، هغه پورې ټوکې او پچموزې کوئ."

د عوامي نېشنل ګوند جګپوړي چارواکي میا افتخار حسین بیا له رسنیو سره په اردو کې د خبرو پر مهال وویل چې پښتون قام د طنز و مزاح خلاف نه‎دی، خو خپل سپکاوی په هېڅ صورت نه‎شي زغملی.

نوموړي د پښتنو په اړه د اردو ژبي شاعر څرګندونې په کلکه وغندلې او ویې‌ویل چې پښتانه ترهګر نه، بلکې د عدم تشدد لارویان دي او همدا شان‌یې د پاکستان له جګپوړو چارواکو د دې پېښې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

ښاغلی حسین وایي:

"موږ ته دا پېغور راکول چې موږ ترهګر یوو، دا زموږ په قربانیو پورې خندا ده او په هېڅ ډول د زغملو نه‎ده، موږ خو له ترهګرۍ نفرت کوو او د عدم تشدد لارویان یوو، موږ ته خو خدای داسې جسمات راکړي چې لوی لوی قومونه د دې ارمان کوي چې کاشکې موږ هم پښتانه وی، نن خلک د «خان» ټکي ته هوسېږي او چې بل چېرته هم پیدا شوی وي، نو په خپل نوم پورې خان تړي، موږ په خان او په‎ خپل پښتون قوم ویاړو، دا د ډېر شرم خبره ده چې دوی دا ډول خبرې کوي، موږ د پاکستان له ولسمشر او نواز شریفه غواړو چې د دې نوټس واخلي، دغه کس له دندې ګوښه کړي او د تل لپاره پرې ټلوېزیون ته په ورتګ بندیز ولګوي."

ټاکل شوې ده، نن دوشنبه به په پېښور سربېره د خېبر پښتونخوا په نورو ښارونو، اسلام‎اباد او کراچۍ کې هم د پاکستان د دولتي ټلوېزیون د دغه پروګرام پر ضد احتجاجي مظاهرې وشي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دولتي ټلوېزیون پر ضد پر مظاهرو سربېره په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې اړه تند بحثونه روان دي چې خلک په‎کې په دغه ټلوېزیون کې پښتنو ته سپکاوی په کلکو ټکو غندي.

راپور: ذبیح مومند