ولسي جرګه: هغو وزیرانو چې سمه بودجه‌یې نه‌وي لګولې بې‌واکه به شي

د افغانستان ولسي جرګه د حکومت له‎خوا د پراختیايي بودجې په کم مصرف انتقاد کوي او ګواښ کوي چې کومو وزیرانو چې له پلان سره سمه بودجه نه‌وي مصرف کړې د بې‌واکه کېدو له برخلیک سره به مخ شي.

د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې د دوشنبې په ورځ‌یې د جرګې مشري کوله له مالیې وزارت نه وغوښتل چې د اوړي له رخصتیو وړاندې په دې اړه دوی ته بشپړ راپور وړاندې کړي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

نوموړی وايي:

"زه د مالیې له وزیر نه هیله کوم، څومره چې ژر کولای شي، د شپږو میاشتو د بودجې د لګښت راپور دې ملي شورا ته وړاندې کړي، څو له رخصتیو وړاندې یې په اړه تصمیم ونیول شي، له وزارت‎خانو نه هم زما جدي غوښتنه ده، په هغه صورت کې چې بودجه مصرف نه‎شي، یو ځل بیا به وزیران لکه پخواني هغه د بې‌صلاحیته کېدو له برخلیک سره مخ شي."

ښاغلي همایون زیاته کړه، هغه وزیران چې د ولسي جرګې اړوند کمېسیون ته رابلل شوي، وکیلانو ته‌یې ویلي چې د ملي تدارکاتو په کمېسیون کې ستونزې د انکشافي بودجې د کم مصرف لامل شوي دي.

د یادونې ده چې تېر لمریز کال هم د افغانستان ولسي جرګې د کابینې اووه وزیران له دې امله چې د کال تر پایه پورې یې ۷۰ سلنه پراختیايي بودجه نه‌وه مصرف کړې سلب صلاحیت کړل.

خو حکومت ته د ولسي جرګې دا پرېکړه د منلو نه‎وه او مسئله‌یې سترې محکمې ته راجع کړه چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‎دی معلوم او اکثره یاد وزیران لا هم خپلې دندې ترسره کوي.

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې په ټوله‌ییز ډول حکومت ۱۹ فیصده انکشافي بودجه مصرف کړې او په نېږدې ورځو کې به دغه راپور ولسي جرګه ته وسپاري.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل، دوی هره اوونۍ په دې اړه کابینې او ملي شورا ته راپورونه ‎لېږي.

عبدالرحیمزی: هره اوونۍ کابینې او ملي شورا ته راپورونه ‎لېږو.

ښاغلي عبدالرحیم‌زي زیاته کړه:

"موږ د بودجې د مصرف مسئله په هفته‌وار ډول په خپل وېب‎سایټ کې خپروو چې کومې ادارې څومره مصروف کړې، کابینې او ملي شورا ته راپور ورکوو، دا کومه پټه مسئله نه‎ده، په میاشتني ډول د ملي شورا اړوند کمېسیون ته د بودجې د مصرف راپور ورکوو او هم به د دوی له غوښتنې سره سم دغه راپور ولسي جرګې ته وسپارو."

ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي مالیې وزارت له وزارتونو او اړوندو ادارو سره یوه مشترکه کمېټه رامنځته ‎کړې، څو د پراختیايي بودجې د مصرف په برخه کې په شته ستونزو بحث وکړي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، د پراختیايي بودجې د کم مصرف له امله حکومت نه‎دی توانېدلی چې خلکو ته په خپل وخت خدمتونه وړاندې کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې حکومت دغه موضوع جدي نیولې او په پاتې دوو ربع کې به وتوانېږي چې له پلان سره سم پراختیايي بودجه مصرف کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان