کونړ چارواکي: وټه‌پور کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید ۴ تنه وژلي

د کونړ ولایت ځایي چاواکي وایي، د دغه ولایت په وټه‎پور ولسوالۍ کې د بې‌ پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ۴ تنه وژل شوي دي.

د کونړ امنيي قوماندان پاسوال جمعه‎ګل همت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه برید تېره ورځ مازیګر څه کم پنځه بجې د نړیوالو ځواکونو بې‌ پیلوټه الوتکې د وټه‎پور ولسوالۍ د څپري ساحې سره نېږدې په چنارونو کې کړی دی.

ښاغلي همت زیاته کړه:

"عبدالرحمن ولد جنت‎الله چې په وټه‎پور کې يې ځوانان د داعش ډلې او جنګي فعالیتونو ته هڅول او بیا به یې په کونړ، ننګرهار او بعضې نورو ولایتونو کې ترې په جنګونو کې ګټه اخېستله او ورسره عصمت‎الله چې په دغه ولسوالۍ کې د یادې ډلې مالي مسؤل و، وژل شوي او دوه نور کسان چې جسدونه‌ يې د پېژندلو نه‎دي، هم په هلاکت رسېدلي دي."

قوماندان د پاکستاني پوځ هغه خبرې هم رد کړې چې ګنې د داعش وسله‎والې ډلې فعالیتونه او شمېر په کونړ او نورستان کې مخ په زیاتېدو دی.

دا په تېرو نېږدې ۱۵ ورځو کې په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکو درېیم برید دی چې تر سره کېږي او د دولتي مسؤلینو په وینا، په کې اسلامي دولت ډلې ته مرګ ژوبله اوړي.