کندز کې دوه غیرمسؤله وسله‎وال وژل شوي

د کندز د خان‎اباد ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د دغې ولسوالۍ په بندر بخاري سیمه کې د خپل‌سرو وسله‎والو په خپل‌منځي نښته کې ۶ تنو نامسؤله وسله‎والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خان‎اباد ولسوال حیات امیري نن دوشنبه له ازادي راډیو ته وویل، نن سهار ۵ بجې د دغې ولسوالۍ په بندر بخاري سیمه کې نامسؤل وسله‎وال په یوه مېلمستون کې په خپل‌منځ کې سره نښتي چې په پایله کې ۲ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د کندز په خان‎اباد ولسوالۍ کې زیات شمېر نامسؤل وسله‎وال فزيکي حضور لري او په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او وخت نا وخت په خپل منځي جګړو لاس پورې کوي چې د دوی د جګړو له کبله ملکي خلکو ته هم په کې زیان اوړي.