د ارزګان-کندهار د لارې موټر چلوونکو خپل اعتصاپ پای ته ورساوه

د ارزګان-کندهار د لويې لارې موټر چلوونکو خپل اعتصاب نن سهار پاى ته ورساوه.

د موټر چلوونکو استازي محمد الله ازادي راډيو ته وويل، دغه لار يې د ټرافيکو پر مخ پرانيستله او موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.

د ارزګان والي محمد نذير خروټي پرون د ارزګان-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د موټر چلوونکو او مسافرو د ځورونو د ستونزې د حل ژمنه وکړه.

د دغې لارې موټر چلوونکو پرون دغه لار د ټرافيکو پرمخ وتړله او ادعا يې درلوده چې د دې لارې په اوږدو کې يې پوليس ځوروي او په يوه يا بل نامه پيسې ځینې اخلي.

د ترينکوټ-کندهار د لويې لارې د امنيتي پوستو مسؤلانو ډاډ ورکړى چې مسافرو او موټر چلوونکو ته به تر دې وروسته د پوليسو له‌خوا هېڅ ستونزه نه‌پېښېږي.