د افغانستان او پاکستان پر اړیکو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې د خبرو او موجوده اړیکو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، د پاکستان لومړي وزیر پرون په یوې ځانګړې ناسته کې د کابل او اسلام اباد تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

په سر مقاله کې راغلي دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ترهګرو نه د ملاتړ په تور د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د ځینو امریکايي بنسټونو او چارواکو له خوا تر جدي فشار لاندې دی.

سرمقاله لیکونکی لیکي:

تېره اوونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان او افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د جوړېدو لارې چارې ولټوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پاکستان اندېښمن دی او غواړي په هر ډول چې وي ځان د نړیوالو له فشار راوباسي او د چارو د کارپوهانو په حواله یې لیکي چې د پاکستان د لومړي وزیر وروستی دریځ هم تر ډېره تکتیکي او ولس غولونکی دی.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د سولې په اړه د پاکستان په ادرس د ولسمشر غني تازه څرګندونې راخېستې کومې چې د تېره ورځ یې د سولې د عالي شورا د رئیس او غړو د معرفۍ په غونډه کې کړې دي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، ولسمشر غني وايي، له پاکستان سوله نه غواړي بلکې له پاکستان سره سوله کوي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان باید نور د افغانستان پر وړاندې خپل ضدیت پرېږدي او له افغان جګړې لاس واخلي که نه نو د ده په باور سخت زیانونه به وګالي ځکه د ده په خبره اوس ټول په دې پوهېدلي چې پاکستان د ترهګرۍ او سخت دریځۍ هېواد دی او دې چارې د افغانستان په شمول د سیمې او نړۍ سوله ننګولې ده.

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي، ټاکل شوې ډېر ژر یو پاکستانۍ پلاوی د چین په منځګړتوب د سولې د خبرو لپاره کابل ته راشي چې د مطلب د لیکونکي په وینا ارګ یې هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په برخه کې د خبرو اترو دا پړاو مهم ګڼلی دی.