افغانستان او ترکمنستان به د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي

په پام کې ده د افغانستان او ترکمنستان مشران په خپلو کې د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي.

په همدې ارتباط د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په يو ورځني سفر ترکمنستان ته روان شو.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې وويل چې محمد اشرف غني د يوه لوړ رتبه دولتي هيئت په مشرۍ نن سهار عشق‌اباد ته روان شو.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بېردي محمدوف سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د رهبرانو په حضور کې به د همکاريو موافقې لاسليک شي.