د ارزګان والي د موټر چلوونکو د ستونزې د حل ژمنه وکړه

د ارزګان والي د ارزګان-کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د موټر چلوونکو او مسافرو د ځورونو د ستونزې د حل ژمنه وکړه.

د دغې لارې موټر چلوونکو پرون دغه لار د ټرافيکو پر مخ وتړله او ادعا يې درلوده چې د دې لارې په اوږدو کې يې پوليس ځوروي او په يوه يا بل نامه پيسې ځینې اخلي.

د ارزګان د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي چې والي محمد نذير خروټي پرون په ترينکوټ کې له موټر چلوونکو او د لارې د امنيتي پوستو له قوماندانانو سره په دې باب بحث وکړ.

د اعلاميې په حواله د ترينکوټ-کندهار د لويې لارې د امنيتي پوستو مسؤلانو ډاډ ورکړ چې مسافرو او موټر چلوونکو ته به تر دې وروسته د پوليسو له‌خوا هېڅ ستونزه نه‌پېښېږي.