کندهار کې د۴۰۰۰ بې وزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په کندهار کې د۴۰۰۰ بې وزله او غریبو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه.

د اُمت خيريه بنسټ له‎خوا دغه مرسته په درېيو ورځو کې پر شاوخوا ۴۰۰۰کورنیو وویشل شوه.

د دې بنسټ مسؤل مولوي محمود حقاني ازادي راډیو ته وویل دغه ټولنې په نړيواله کچه د ۲۸هېوادونو د غريبو او بې‎وزلو کورنيو سره مرسته کړې ده چې په هغه کې افغانستان هم شامل دی.

د نوموړي په وینا په مرسته کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي مواد شامل دي.

دی وايي:

"په دې کې غوړي، بوره، چای، شیدې، دال نخود او نور ضروري شیان شامل دي چې دا موږ په درېيو ورځو کې په کندهار ښار او شاوخوا ولسوالیو کې وویشل. "

کندهار ته د لېرو پرتو ولسوالیو ، هلمند او ارزګان ولایت څخه د جګړې په وجه زیات شمېر کورنۍ را کډه شوي دي.

دوی د سختو شرایطو او پر لاره د ښخ شوېو ماینونو په وجه کالي او د کور سامانونه د ځان سره نه‎دي راوړي.

دغه کورنۍ وايي چې ورځ تر بلې يې ستونزې لاپسې ډېریږي، دوی د سونګ موادو او د خوراک او پوښاک د وسایلو په برخه کې مرستې غواړي.

د اُمت خيريه بنسټ مسؤلینو تېرکال هم په ورته توګه د زیات شمېرکورنیو سره دغه ډول مرستې کړې وې.

راپور: محمدصادق رښتینی