انتخاباتي مسؤلین: د انتخاباتو لپاره د امنیت مسئله اړینه ده

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون مسؤلین وایي چې د انتخاباتو د تر سره کولو لپاره د امنیت ساتلو مسئله اړینه ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب‎الله احمدزي نن یکشنبه رسنیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو له همکارۍ پرته د انتخاباتو تر سره کول ناشوني دي.

احمدزي له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د رڼو ټاکنو په تر سره کولو کې له دوی خپلې همکارۍ ونه سپموي.