غني: له پاکستانه سوله نه غواړم، له پاکستان سره سوله غواړم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر وايي، له پاکستانه سوله نه غواړي، بلکې په حقيقت کې له پاکستان سره سوله غواړي.

محمد اشرف غني دا خبره نن یکشنبه په کابل کې د سولې عالي شورا د رئيس په توګه د محمد کريم خليلي د رسمي معرفۍ په غونډه کې وکړه.

ولسمشر غني وویل:

"زه له پاکستانه سوله نه غواړم، زه له پاکستان سره سوله غواړم، له پاکستان سره د سولې معنى دا ده چې په افغانستان کې يو باعزته، قوي ملي دولت ومنل شي."

ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، د سولې کولو په برخه کې دقت په کار دى، ځکه که په دې برخه کې کومه تېروتنه کېږي، درانه زيانونه اړوي.