فرانسه، جرمني او اېټالیا د پناه غوښتوونکو په اړه بحث کوي

د فرانسې، جرمني او اېټالیې د کورنیو چارو وزیران نن یکشنبه په پاریس کې سره ویني، څو له اېټالیا سره چې بندرونو ته یې زیات شمېر پناه غوښتونکي ور روان دي، د کار د شېوې د همغږي کولو لپاره پر مرسته خبرې وکړي.

دوی پر دې بحران وروسته له دې خبرې کوي چې ملګروملتونو له اېټالیا سره د نورې مرستې غوښتنه وکړه.

اېټالیا خبرداری ورکړی چې خپل بندرونه به بند کړي او د مرستندويو ادارو د ژغورنې پر هغو بېړیو به فشار ډېر کړي چې له لېبیا څخه خلک راوړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي پرون شنبه وویل:

"څه چې زموږ د سترګو مخته په اېټالیا کې پېښېږي، ناورین دی."