د بلخ ولایت مسؤلین وایي چې وسلهوالو طالبانو په یوه جومات کې ۱۳ کسان په ډزو وژلي دي.
په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ رسنیو ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې وژل شوي ټول عام خلک دي.
خو د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیرخان دُرانی وایي چې وژل شوي کسان محلي پولیس دي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت د مرکزي روغتون مسؤلینو ویلي چې تېره ورځ د پېښې له ځایه ۱۳ مړي ور وړل شوي دي.