د کندز دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۵ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوي

په کندز د پامير د شلمې فرقي چارواکي د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۷ تنو وسله‎والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي.

په دې ولایت کې د پامیر د شلمې فرقي د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسؤل نظر محمد غیاثي نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو مخالفینو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د بندر امام صاحب او د کلوپ په سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو برېدونه کړي چې په پایله کې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د دغې جګړې په نتیجه کې ۱۵ وسله‎وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې دغه جګړه کې د وسله‎والو مخالفینو یو عراده زغروال هاموي ټانک هم له‎منځه تللی دی .

ښاغلي غیاثي وايي چې په دغې جګړې کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه‎دی رسېدلی.

خو وسله‎والو مخالفینو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.