هېواد: د نظام پرضد ائتلافونه تل ناکامه او ناوړه عواقب لري

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو په کابل کې د وروستي ټانکر بم چاودنې په اړه نوي معلومات او د نوي جوړ شوي ائتلاف په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تائيد کړې چې په کابل کې یې د سفارت مخې ته د خونړي برید په اړه له وړاندې معلومات درلودل.

په سرمقاله کې راغلي، په دې اړه د جرمني استخباراتو په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه یعنې تر چاودنې پنځه میاشتې مخکې د جرمني پوځي استخباراتي ادارې (ایم اې ډي) د برید د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي ول.

د سرمقاله لیکونکي په قول، په راپور کې دا هم ویل شوي چې برید به د فاضله موادو د یو ټانکر په واسطه تر سره کېږي او د چاودیدونکو موادو مقدار هم په کې زر نه بلکې لس زره کیلو ګرامه ښودل شوی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د همدې موضوع په تړاو لیکلي، له دې ښکاري چې کشفي ارګانونه په زنبق څلور لاري کې له چاودنې دمخه خبر ول نو د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس پوښتنه پیدا کېږي چې ولې افغان امنیتي بنسټونو د کره معلوماتو د درلودولو سره – سره ونه شول کړای چې د پېښې مخنیوی وکړي؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، له دې ښکاري چې امنیتي او کشفي ارګانونه په بېلابېلو برخو کې جدي اصلاحاتو او یوې پراخې کوټه څنډنې ته اړتیا لري.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د نوي جوړ شوي ائتلاف په اړه لیکلي دي.

هېواد په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي چې د نظام پرضد ائتلافونه تل ناکامه او ناوړه عواقب لري.

د سرمقاله لیکونکي په باور په افغانستان کې د دا ډول ائتلافونو جوړل څه نوې خبره نه‎ده، بلکې افغان ولس ترې ناوړه خاطرې لري چې پایلې یې د ملي ګټو پرضد دي او د ملي یووالي د کمزوري کېدو لامل ګرځي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، عجیبه دا ده چې دا کسان هم د نظام لوړ پوړي چارواکي دي او هم یې د خپل نظام پرضد ټلواله جوړه کړې ده.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا د نوي جوړ شوي ائتلاف په تړاو د خلکو د اندېښنو په اړه لیکلي دي.

د اصلاح په سرمقاله کې په دې اړه راغلي چې خلک د وضعیت د لا ترینګلي کېدلو په اړه په اندېښنه کې دي او د سرمقاله لیکونکي په باور کیدای شي چې دا مسئله د افغانستان نړیوال ملاتړي هم اندېښمن کړي.