دفاع وزارت: پر خپله خاوره ترورېزم نه شو زغملای

د افغانستان دفاع وزارت وایي، له ترورېزم سره د جګړې په اوله کرښه کې قرباني ورکوي او پر خپله خاوره ترورېزم نه شي زغملای.

د پاکستان پوځ پرون شنبه وویل چې په پاړاچنار کې وروستۍ تروریستي حملې د داعش وسله والو، له افغانستانه کړي دي.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش د پاکستان دا ادعا ردکړه او هلته یې د کوټې، میرانشا او پېښور شورا فعالیت ته اشاره وکړه.

ښاغلي رادمنش وویل، د تروریستي ډلو ملاتړ کوونکي څرګند دي او د افغانستان حکومت پر خپله خاوره د تروریستانو پر ضد زغم نه لري.