داور: داعشیانو په جوزجان کې له ۱۰ طالبانو سرورنه پرې کړي

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د داعش ډلې د جمعې په ورځ په درزاب ولسوالۍ کې د لسو طالب وسله والو سرونه پرې کړي دي.

د درزاب ولسوالۍ سرپست بازمحمد داور رسنیو ته وویل چې د داعش ډلې پورې اړوندو کسانو د یوه قوماندان په ګډون لس تنه طالبان د چهارشنبې په ورځ په اق بولاق سیمه کې برمته کړي وو.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي د دې پېښي په اړه بې خبري وښوده.

طالبانو او داعش وسله والو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.