ځایي چارواکي: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې ۴۰ وسله‎وال وژل شوي

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې يې د وسله‎والو طالبانو پر یوه لوی کاروان په حمله کې ۴۰ وسله‎وال وژلي او ۱۰ نور يې ټپیان کړي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسؤل صادق عیسی ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي ادرو د درېیمې پلی لوا سرتېرو د کندهار د میوند ولسوالۍ د بیابانک په ساحه کې د کشفي راپورونو پر اساس د وسله‎والو طالبانو پر یوه لوی کاروان حمله وکړه چې په نتیجه کې ۴۰ وسله‎وال ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.

د عیسی په وینا، په دغه عملیاتو کې د وسله‎والو شپږ عرادې موټرونه ۱۶ موټرسایکلونه او لسګونه میله وسلې له‎منځه وړل شوي دي.

​ښاغلي عیسی زیاته کړه:

"د ۲۰۵ اتل قول اردو د درېیمې پلې لوا قوماندانۍ له‌خوا د توپچی قوتونو په ملاتړ د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بیابانک په ساحه کې د طالبانو په راټول شوي کاروان حمله تر سره شوه، په نتیجه کی ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان دي، همدارنګه ۶ عرادې موټرنه او ۱۶عرادې موټرسایکلونه له‎منځه وړل شوي دي."

د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د وسله‎والو طالبانو دغه کاروان په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه د حملې پلان درلود.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

شااوخوا یوه نیمه میاشت مخکې وسله‎والو طالبانو په میوند او شاولي‎کوټ ولسوالیو کې درې ځله د ملي اردو پر سرتېرو حمله وکړه او لسګونو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

راپور: صادق رښتینی