د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۷ملکي وګړي وژلي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اووه تنه ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي او پنځه تنه زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند اعطالله خوګیاڼي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې پېښه کې چې له ماسپښینه وروسته وشوه،اووه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او پینځه تنه زخمیان شوي دي، په دې کې ښځې او ماشومان هم دي، زخمیان روغتون ته لېږدول شوي دي."

د پېښې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

خو شاغلي خوګیاڼی وویل چې په دې سیمه کې چې د ملکي وګړو موټر په ماین الوتي، د داعش وسله وال فعالیت لري.